ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پنجشېر کې د ۱۰ میلیونه ډالرو په پانګونې سره د یوې تولیدي کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې

په پنجشېر ولایت کې د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د کورنیو پانګه‌والو له لوري د درملو، د څښاک اوبو او غیرې الکولي مشروباتو د تولیدي کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې دي.

د پنجشېر سیمه‌ییز مسولین وایي، چې دغه پروژه د سیمه‌ییزې ادارې په ملاتړ او د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ د څلورو کورنیو پانګه‌والو له لوري پيل شوې او ټاکل شوې چې په راتلونکي کې په دې پروژه کې د پانګونې کچه ۲۸ میلیونه ډالرو ته لوړه شي.

د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکیم له پانګه‌والو سره په لیدنه کې د خصوصي سکتور پر ملاتړ، د امنیت پر ټینګښت او د اقتصادي فعالیتونو لپاره د مناسب چاپېریال پر برابرولو ټینګار کړی او اړوندو مسولینو ته یې لارښوونه کړې چې د دې پروژې پاتې چارې ژر تر ژره بشپړې کړي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د دې پروژې په لومړي پړاو کې به د معدني اوبو، غیرې الکولي ګاز لرونکو مشروباتو، طبیعي مېوو جوسونو او ماشومانو لپاره د ORS خوراکي محلول د تولید کرښې جوړې شي. همداراز، په مشروباتو او مېوو جوسونو کې به د پنجشېر له تولید شویو مېوو څخه استفاده کېږي.

په همدې حال کې، هغه پانګه‌وال چې د سیروم د تولید په برخه کې د پانګونې هوډ لري، وایي چې شاوخوا دوه میلیونه ډالر د تأسیساتو جوړولو او اته میلیونه ډالر د اړوندو ماشینونو د پېرلو لپاره ځانګړي شوي دي. د دوی په وینا، دغه کارخونه به د ورځې شاوخوا ۲۰۰ زره کڅوړې سیروم په ۱۸ ډولونو کې تولید کړي.

پانګه‌وال زیاتوي، د پنجشېر اوبه له تخنیکي پلوه هم ارزول شوې او د TDS کچه یې له ۹۰ تر ۱۱۰ پورې تثبیت شوې ده.

دوی همداراز ویلي چې په کابل کې د درملو د تولید په کارخونو کې شاوخوا ۸۰۰ ډوله درمل تولیدوي او هڅه کوي چې د دې برخې ظرفیت او تجربې پنجشېر ته ولېږدوي.

مسولین وایي، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د درملو، څښاک اوبو او خوراکي توکو د بازار یوه برخه اړتیاوې له کورنیو تولیداتو څخه پوره شي او شاوخوا ۵۰۰ کسانو ته به د کار زمینه هم برابره شي.

د پانګه‌والو په وینا، که دغه طرحه بریالۍ شي، په پنجشېر کې به په تولیدي پروژو کې د پانګونې کچه لوړه شي او تولید شوي محصولات به د «پنجشېر» په نوم کورنیو بازارونو ته وړاندې شي.