د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي، د کابل ښاروالۍ کلتوري رییس قاري ولي ګل جواد، د دې وزارت د تاریخي ابداتو رییس، د کور او ښار جوړونې وزارت د لرغونو ښارونو رییس، د محیط زیست او د اغاخان موسسې د استازو په ګډون د کابل درېمې ناحیې اړوند د امیر دوست محمد خان ښوونځي له تاریخي ودانۍ څخه لیدنه وکړه.
اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، دا چې د ياد ښوونځي د ودانۍ تر څنګ عمومي او فرعي سړکونه تیریږي، په دې اړه یاد پلاوي د کابل ښاروالۍ له ټاکل شوي فني او تخنیکي کمیټې سره هم ولېدل او له ساحوي انجینرانو يې وغوښتل، چې د امیردوست محمد خان ښوونځي تاریخي او لرغوني ودانۍ ته چې لرغونتوب یې نږدې ۱۴۰ کلونو ته رسېږي، ځانگړې پاملرنه وکړي او له هر ډول ګواښ او زیان څخه يې وژغوري.
د کابل ښاروالۍ د فني او مسلکي کميټې غړو د هنر او کلتور د مرستیال په مشرۍ پلاوي ته ډاډ ورکړ، چې هڅه کوي، تر څو د سړکونو په امتداد کې واقع تاریخي ابدات له تخریب څخه وژغورل شي او په ځانګړي ډول به د امیر دوست محمد خان ښوونځي د تاریخي ودانۍ د ژغورلو په اړه به د کابل ښاروال ته خپلې وروستۍ موندنې او څیړنې وړاندې کړي.

