د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په بېلابېلو ناستو کې د کابل د چهاراسیاب او سروبي ولسوالیو له یو شمېر قومي مخورو او مشرانو سره لیدنه وکړه.
په لومړۍ ناسته کې د چهار اسیاب ولسوالۍ مخورو په خپلو خبرو کې په سیمه کې د پراختیايي چارو یادونه وکړه او د اسلامي امارت څخه یې د یوه جومات د نیمهګړو کارونو د بشپړولو غوښتنه وکړه.
دوی همدارنګه د خلکو د ځینو ستونزو د حل غوښتنه هم شریکه کړه.
دغهراز په دویمه ناسته کې د سروبي ولسوالۍ قومي مخورو او مشرانو له پاکستان څخه راستنو شویو هېوادوالو د اوسني وضعیت په اړه وزیر ته معلومات ورکړل او څرګنده یې کړه، چې بېرته راستنېدونکو ته د لنډمهاله مرستو ترڅنګ دایمي سرپنا ته اړتیا ده.
دوی وویل، چې ګڼ شمېر کورنۍ له پاکستان څخه هېواد ته د راتګ تکل لري او اسلامي امارت ته یې وړاندیز وکړ، چې د ګډوالو له راتګ وړاندې ورته د استوګنې سیمه ځانګړې شي.
د ناستې په پای کې د سروبي ولسوالۍ مخورو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له همکاريو مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې وړاندې شوي وړاندیزونه ته به هم رسېدنه وشي.
د ناستې په پای کې د سروبي ولسوالۍ حاضرو مخورو د کډوالو چارو د وزارت له همکاریو په مننې هیله څرګنده کړه، چې شوو وړاندېزونو ته به هم رسېدنه وشي.
مولوي عبدالکبیر د یاد مشرانو د غوښتنو او وړاندیزونو هرکلی وکړ او څرګنده یې کړه، چې اسلامي امارت د لنډمهاله مرستو ترڅنګ د بېرته راستنېدونکو دایمي استوګنې لپاره اړونده ادارو ته دنده سپارلې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې د چهاراسیاب د جومات د نیمهګړو چارو بشپړولو او د سروبي د کډوالو د مرستې او سرپنا برابرولو په موخه به عملي هڅې وشي.

