د ریاست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبد الغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن دروان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې مياشتې پر ۳۰ مه په مرمرینه ماڼۍ کې وشوه.
دې غونډې ته له اجنډا سره سم ۳۰ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې.
له بحث وروسته ۲۰ پروژې د یو لړ تعديلونو په واردولو سره او د ۳.۸ میلیارده افغانیو په ارزښت شپږ پروژې منظورې شوې.
همدارنګه د څلورو پروژو په اړه تاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، تر څو له ګټونکو شرکتونو سره د پروژو د قیمتونو په اړه مذاکره وکړي او راپور یی د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.
په منظور شویو پروژو کې د کونړ ولایت د ۲۰۰ بستریز روغتون د ودانۍ د پاتې چارو بشپړول، په پکتیکا ولایت کې د ۶۰۰ مټریک ټنه په ظرفیت د سړې خونې جوړول، د فاریاب ولایت د ميمنې ښار څخه د همدې ولایت تر فردوس ولسوالۍ پورې د ۲۵ کیلو مټره سړک جوړول او په بېلابېلو ولايتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دي.
منظور شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

