ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ترکیې په رسمي توګه نورالدین عزیزي ته د ایکو سازمان په ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې د ترکیې له سفیر جِنک اونال سره لیدنه کړې.

صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د ترکیې سفیر په دې کتنه کې نورالدین عزیزي ته د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د سوداګرۍ وزیرانو په پینځمه ناسته کې د ګډون رسمي بلنه ورکړې ده.

ټاکل شوې دغه ناسته د روان لمریز کال د نومبر له ۲۴مې څخه تر ۲۶مې نیټې  د ترکیې په استانبول ښار کې جوړه شي.

د ترکیې سفیر دغه راز د صنعت او سوداګرۍ وزیر ته په حلال ۲۰۲۵ نندراتون کې چې د روان لمریز کال د نومبر له ۲۷مې څخه تر ۳۰ نیټې په استانبول ښار کې جوړیږي هم د ګډون بلنه ورکړې ده.

دغه وزارت زیاتوي، چې دواړو لوریو دغه راز په دې کتنه کې د دوه‌اړخیزه سوداګرۍ د پراختیا، د ترانزیټ د اسانه کولو او افغانستان ته د بهرنۍ پانګونې د راجلبولو په تړاو هم خبرې کړې دي.