د تسلیت پیغام!
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د پکتیا ملي راډیو تلویزیون امریت خبریالان په خوست کې د پاکستانیو ملېشو له لوري په نښه شوي!
د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ په فرضي کرښه کې د خبري پوښښ پر مهال د پکتیا ملي راډیو تلویزیون د خبري ټیم( ویاند عبدالغفور عابد شهید، نشراتو مدیر تواب ارمان او د دوی موټر چلوونکی ټپیان شوي) دي.
د ملي راډیو تلویزیون رهبري د پېښې له امله ژوره خواشیني څرکندوي، د شهید کورنۍ ته جمیل صبر او ټپیانو ته د لوی خدای ج له دربار څخه د بېړنۍ روغتيا هیله کوي.
إنا لله وإنا إلیه راجعون
د ملي راډیو تلویزیون رهبري

