ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابینې اتمه غونډه؛ د ریل پټلۍ د ګیچ ټاکلو او کډوالو ته د ځمکو وېش پر بهیر بحث وشو

د رییس الوزرا ملا محمدحسن اخوند په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت د کابینې اتمه غونډه کې په اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.

په دې غونډه کې له حیرتان څخه تر سپین بولدک پورې (نیو افغان ټرانس) د ریل پټلۍ ګیچ (عرض) ټاکلو اړوند د هییت راپور تایید شو چې یاد ګیچ دې 1520 mm ونیول شي، او ورسره دې 1435 mm ګیچ هم نظر کې ونیول شي.

 همدا راز پرېکړه وشوه چې د کډوالوعالي کمیسیون رییس مولوي عبدالسلام حنفي له لوري دې د کډوالو کمیټې راوغوښتل شي او د دوی د کارونو اړوند دې یوه بررسي ترسره شي؛ ترڅو خلکو ته د ځمکو د توزیع پروسه چټکه او هر څه عاجل مستحقینو ته ځمکې ووېشل شي.

دغه راز دې هغه موانع هم معلوم کړل شي چې تر دې مهاله یې ځینو سیمو کې دغه پروسه له ځنډ سره مخ کړې.

د یادونې وړ ده، چې د کابینې یاده غونډه د ګڼو موضوعاتو په اړه له تفصيلي بحث او حل وروسته د خیر دعا سره پای ته ورسېده.