د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۴ کال په تلې میاشت کې د ټول هېواد په کچه ۱۳ زره او ۱۷۵ کسانو ته زېږونکارتونه وېشلي چې نهه زره او ۶۴ یې د لویانو او څلور زره او ۱۱۱ یې د ماشومانو دي.
ارقام ښيي، چې د روان کال په تلې میاشت کې تر ټولو زیات زېږون کارتونه لس زره او ۲۳۳ کابل کې وېشل شوي او تر کابل وروسته، خوست د یو زر او ۱۲۵، بلخ د ۸۴۱، هرات د ۳۶۸ او ننګرهار ولایت د ۳۱۹ زېږون کارتونو په وېشلو د جدول په ورپسې کرښو کې راځي.
له بل لوري ارقام څرګندوي چې شپږ زره او ۷۵۲ زېږون کارتونه د مرکز کابل او په ولایتونو کې د اسان خدمت مرکزونو له لارې وېشل شوي او پاتې شپږ زره او ۴۲۳ نور یې په مرکز کې د ژوند پېښو د ثبت امریت او د ولایتي ریاستونو د حیاتي احصاییو برخو لهخوا وېشل شوي دي.
همدارنګه د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۴ کال تلې میاشت کې د ټول هېواد په کچه دوه زره او ۵۰۸ کسانو ته د مړینې پارچې هم وېشلې چې تر ټولو زیاتې هغه یې په کابل، کندهار، خوست، هلمند او میدان وردګ ولایت کې دي.
د يادونې وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د ژوند پېښو او بهرنیو وګړو د ثبت ریاست په هېواد کې د ژوند پېښو (زېږونونه، مړینې، ودونه او طلاق)، د هوايي ډګرونو او رسمي بندرونو له لارې د بهرنیو وګړو د تګ او راتګ د ثبت او د هېواد د تابعیت اخېستلو او پرېښودو اړوندو خدمتونو د وړاندېکولو مسولیتونه پر غاړه لري.

