د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه د پوښتنې په توګه ویلي، ايا د پاکستان د دفاع او کورنیو چارو وزیران د «ښه پوليس او بد پوليس» لوبه کوي؟ خلیلزاد زیاته کړې؛ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي سم وايي او پوهېږي چې له افغانستان سره جګړه پيلول د پاکستان په ګټه نه ده.
په دې وروستو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مسایلو د حل لپاره په خبرو ټینګار کړی؛ خو د دفاع وزیر یې له کرکې ډکې او ناسمې څرګندونې کوي.

