ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د برېتانیا په یوه اورګاډي کې برید؛ ۱۰ کسان ټپیان شوي

د راپورونو له مخې، د برېتانیا په یوه اوګاډي کې د چاړو برید شوی، چې لس کسان پکې ټپیان شوي. د ۹ ټپيانو حالت نازک ښودل شوی دی.

پولیسو ویلي، چې د پېښې په تړاو پلټنې روانې دي او دوه کسان نیول شوي دي.

د برېتانیا لومړي وزیر کې‌یر سټارمر پر خپله اېکس پاڼه دا پېښه د اندېښنې وړ ګڼلې ده.

نوموړي د خواخوږۍ څرګندولو تر څنګ له خلکو غوښتي، چې د پولیسو په سپارښتنو عمل وکړي.