په جاکارتا کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر مولوي سعدالله بلوچ د جوماتونو د شورا رییس، د سرې میاشتې له مشر او د اندونیزیا له پخواني مرستیال ولسمشر محمد یوسف کلا سره لیدنه وکړه.
اندونیزیا کې د افغانستان سفارت وايي، چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا او پراختیا پر څرنګوالي ټینګار وکړ.
ښاغلي بلوچ د هېواد په ختیځ کې له زلزلهځپلو سره د اندونیزیا د مرستې، په ځانګړي ډول د روغتیایي ډلې د استولو له امله، مننه وکړه.
همدارنګه، په دې لیدنه کې دواړو خواوو د افغانستان د صادراتو، په ځانګړې توګه اندونیزیا ته د هوایي لېږد له لارې د مېوو پر صادارتو هم بحث وکړ او نظرونه یې شریک کړل.
په پای کې، ښاغلي کلا د اسلامي امارت د چارواکو نېک نیتي وستایله او افغانستان ته یې د خپل سفر د ښو خاطرو یادونه وکړه.

