د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امير خان متقي سره د مسکو فارمټ په څنډه کې د چين او پاکستان ځانګړو استازيو هر يوه يوشيانګ او اصف دراني ګډه ناسته ترسره کړې.
په دې ناسته کې د افغانستان، پاکستان او چين پر اړيکو، ګډو ګټو او ګواښونو هر اړخیزې خبرې شوي.
د بهرنيو چارو سرپرست وزير پاکستان سره د افغانستان اړيکې دوستانه بللي او ټينګار يې کړی، چې د ستونزو د راپورته کېدو پرمهال بايد د رسنيزو څرګندونو پرځای له ديپلوماتيکو لارو يې د حل هڅه وشي.
د پاکستان استازي هم ټينګار کړی، چې ستونزې د دوو اړخيزو ديپلوماتيکو چينلونو له لارې اوارې شي.
چينايي لوري د افغانستان او پاکستان د دوې اړخيزې ديپلوماسۍ ستاينه کړې، چې پر وخت يې اړوندو مسلو ته حللاری موندلي دي.
چينايي لوري همداراز ډاډ ورکړی؛ چې په سيمه کې د امنیت، ثبات او پرمختګ د ملاتړي هېواد په توګه چمتو دی، چې افغانستان سره په ګڼو برخو کې خپلې مرستې لا زياتې کړي.

