ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ۱۴۴۷هـ ق کال د حاجیانو د لېږد او را لېږد په تړاو د هېواد د هوايي شرکتونو له مسوولینو سره لیدنه کړې

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ‌ نورمحمد ثاقب د روان ۱۴۴۷هـ ق کال د حج پروسې د چمتووالي، د اړوندو چارو د لاښه تنظیم او سعودي عربستان ته د حاجیانو د منظم لېږد او رالېږد په تړاو، د «اریانا افغان هوايي » شرکت له رییس ملا بخت الرحمن شرافت او د «کام ایر هوايي» شرکت له معاون آتیلا کامګار سره جلا جلا لیدنې ترسره کړې دي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د دغو لیدنو په پیل کې ویلي: د اسلامي امارت له راتګ سره سم په تېرو څلورو کلونو کې توانېدلي یو، چې افغان حاجیان پرته له کومې بهرنۍ همکارۍ د خپلو داخلي هوايي شرکتونو له لارې په معیاري او منظمه توګه انتقال کړو.

نوموړي زیاته کړې، دغه وزارت په هېواد کې دننه او په سعودي عربستان کې د راتلونکي حج د پروسې د ښه تنظیم په موخه یو لړ مهم او عملي اقدامات پیل کړي دي، چې له هغو اقداماتو څخه اساسي برخه یې سعودي عربستان ته د حاجیانو د خوندي، ډاډمن او منظم لېږد او رالېږد بهیر دی.

ښاغلي وزیر همدارنګه د خبرو په دوام کې ویلي، ولس پر مونږ حق لري او مونږ هم ژمن یو، چې د خپلو امکاناتو  او شته ظرفیتونو اړوند د دوی خدمت وکړو او د ستونزو په حل کې یې خپله توانمندي وکاروو.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ویلي، وزارت ژمن دی چې روان کال هم حاجیانو ته د ډاډمن او هوسا حج اداء کولو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړي او د حاجیانو لېږد او رالېږد، په مکه مکرمه، مدینه منوره او مقدسو مشاعرو کې د هغوی د هستوګنې، په حرمینو شریفینو کې د پینځه وخته لمونځونو د اداء کولو د ځمکني ترانسپورټ، د درې وخته خواړو د برابرولو، روغتیایي پاملرنې او په نورو اړینو برخو کې معیاري خدمات وړاندې کړي.

ورپسې د اریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونو مسوولینو د ښاغلي وزیر له لارښوونو، هڅونو او ملاتړ څخه مننه کړې او څرګنده کړې یې ده، چې د افغانستان امارتي او خصوصي هوايي شرکتونه د هېواد له بنسټونو څخه دي او په هر ډول حالاتو کې به د خپلو ټولو امکاناتو، تخنیکي ظرفیتونو او کاري ټیمونو په مرسته، د خپلو هېوادوالو او په ځانګړې توګه د حاجیانو د لېږد او رالېږد په برخه کې په پوره اخلاص سره خدمت کوي.