د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د يوه پلاوي په منځګړيتوب په بادغيس ولايت کې د دوو قومونو ترمنځ نږدې ۳۵ کلنه خونړۍ شخړه په سوله ييز ډول هواره شوه.
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وایي، چې د دغه وزارت د دعوت او ارشاد رییس مفتي شفیعالله ثاقب په مشرۍ یو پلاوي د شخړې د حل په موخه ياد ولايت ته سفر وکړ او د کلونو کلونو دښمنۍ ته يې د پای ټکی کېښود.
د يادې روغې جوړې په موخه جوړو شويو مراسمو کې د بادغيس والي، سيمهييزو مشرانو، دیني عالمانو او د اسلامي امارت منسوبینو په خپلو خبرو کې وويل، افغانستان د اوږدو جګړو له امله د کورنيو دښمنيو شاهد پاتې شوی؛ خو د اسلامي امارت په حاکميت سره اوس د شخړو د حل او ټولنيز ثبات هڅې پياوړې شوې دي.
دوی زیاته کړه، چې قومي او ژبني اختلافات کمزوري شوي او د شريعت په رڼا کې د شخړو د هواري لړۍ په چټکۍ روانه ده، چې د همدې هڅو په پایله کې دغه د درې لسیزو شخړه پای ته ورسېده.
ياده شخړه، چې د بادغيس ولايت غورماچ ولسوالۍ په تخت خاتون سيمه کې د یوې حقوقي موضوع پر سر رامنځته شوې وه له دواړو لوریو څخه په کې لس تنه وژل شوي او پراخ مالي زیانونه ورته اوښتي و، چې د مسولينو د هڅو په پایله کې دواړه خواوې د سولې په ټغر سره کېناستلې او د ورورولۍ ژمنتیاوې یې یو ځل بیا تازه کړې.
په پای کې د دواړو قومونو استازو د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له مسولینو مننه وکړه او ويې ويل: درې لسیزې يې کړاوونه، سختي او تربګنۍ تېرې کړلې، خو اوس الحمدلله د اسلامي امارت په منځګړيتوب بېرته د ورورولۍ، امن او ګډ ژوند ترسره کولو ته را وګرځيدل.

