ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مالیې وزارت مالي مرستیال او کفیل په افغانستان کې د WFP له مشرې سره لیدنه کړې

د مالیې وزارت مالي مرستیال او کفیل عبدالقدیر احمد په افغانستان کي د خوړو نړیوال پروگرام (WFP)  له مشرې مېرمن شاو وې لي سره لیدنه کړې.
مالي مرستیال د WFP مسولینو څخه په افغانستان کې د فعالیتونو جاري ساتلو له امله مننه کړې او د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ یې ورکړی.

نوموړي ویلي، مالیې وزارت به په بشري او پراختیایي برخه کې د WFP فعالیتونو لپاره د لا ډېرو همکاریو او اسانتیاوو رامنځته کولو ته دوام ورکړي.
عبدالقدیر احمد غوښتنه کړې، چې WFP دې د بشري مرستو ترڅنگ په پراختیایي برخو کې هم مرستې وکړي، ترڅو د افغانانو ستونزو ته په دایمي او اساسي توگه رسېدنه شوې وي.
په افغانستان کې د WFP مشرې له مالیې وزارت څخه مننه کړې، چې په تېرو دوو کلونو کې یې د بشري مرستو د رسولو په برخه کې یو لړ مهمې گمرکي او مالیاتي اسانتیاوې برابرې کړي، چې د بشري فعالیتونو د پراختیا په برخه کې یې مثبت اثر کړی دی.

نوموړې زیاته کړې، چې WFP د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او د بهرنیو مرستو د راجلبولو په موخه به د افغانستان د وضعیت او د بشري مرستو په برخه کې د رامنځته شوو اسانتیاوو رښتینی انځور نړیوالو ته ورسوي.
په افغانستان کي د خوړو نړیوال پروگرام مشرې ډاډ څرگند کړی، چې دوی به په افغانستان کې د اړوند وزارتونو سره په گډه د بشري مرستو رسولو او پراختیایي مرستو د برابرولو برخه کې خپلو کړنو ته دوام ورکوي.