د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وايي، چې د پکتيا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست مسولينو د ولايت مقام استازو، قومي مشرانو او علماوو په همکارۍ د دې ولايت د ځاځي اريوب ولسوالۍ د غوږوزې سيمې د دوو کورنيو شاوخوا ۲۵ کلنه دښمني، چې دواړو لوریو ته یې درنه مرګژوبله اړولې وه، هواره کړه.
یاد وزارت زياتوي، چې د دغې شخړې په ترڅ کې له دواړو خواوو شپږ تنه وژل شوي، څو تنه ټپيان شوي او د پام وړ مالي زيانونه هم اوښتي وو، چې د مسوولينو د پرلپسې هڅو په پايله کې لومړی دواړه لوري د روغې جوړې لپاره تيار شول او وروسته دا څو کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.
د ښکېلو کورنيو مشرانو پر روغه جوړه خوښي څرګنده کړه، د جرګه کوونکو له هڅو يې مننه وکړه، يو بل يې وبښل او ژمنه يې وکړه، چې په راتلونکي کې به هېڅ ډول دښمنۍ، تربګنۍ او تاوتريخوالي ته اجازه ورنه کړي.

