د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت له روزنيز مرکز څخه نږدې ۴۰ تنه له مسلکي زدهکړو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د یاد معینیت ملکي چارو مرستيال مولوي عبدالرحمن قاسمي، مسولینو او منسوبينو ګډون کړی و.
مولوي عبدالرحمن قاسمي د اسلامي نظام د کارکوونکو په صفاتو، تقوا، وفادارۍ، د علم په ارزښت او په اخلاص د کارونو په پر مخ وړلو خبرې وکړې.
د غونډې په پای کې فارغانو ته بريلیکونه ووېشل شول او دغه راز لومړی، دويم او درېيم مقام ګټوونکي په نغدي ډالیو ونازول شول.

