د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق (یونېسف) ویلي، چې د امریکا په منځګړیتوب په غزه کې د شوي اوربند وروسته، دغلته لږترلږه ۶۷ فلسطیني ماشومان شهیدان شوي دي.
د جنیوا په یوه خبري غونډه کې تېره ورځ د یونیسف ویاند ریکارډو پیرس ویلي، چې د شهیدانو شویو په شمېر کې هغه کوچنۍ نجلۍ هم شامله ده، چې پنجشنبې په ورځ د اسرائیلي هوايي برید په ترڅ کې د جنوبي غزې د خانیونس په یوه کور کې شهیده شوې وه.
د اکتوبر له ۱۱مې نېټې راهيسې د تلفاتو په اړه ښاغلي پیرس ويلي: «دا د يوه اعلان شوي اوربند پر مهال پېښ شوي دي. دا لړۍ حيرانوونکې ده».
نوموړي په وینا: “لکه څنګه چې موږ څو ځله تکرار کړې، دا یوازې شمېرې نه دي؛ هر یو ماشوم و، چې یوه کورنۍ، یو خوب او یو ژوند یې درلود؛ خو دا هر څه د روان تاوتریخوالي له امله په ناڅاپي ډول پای ته ورسېدل.”
دا په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو دغه بنسټ تېره میاشت ویلي و، چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر راهیسې د اسرائیلي رژیم د بریدونو له امله په غزه تړانګه کې شاوخوا ۶۴ زره ماشومان شهیدان او ټپیان شوي دي.

