ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د جمعې ورځ، ۱۴۴۷/۵/۳۰هـ ق نېټه چې د ۱۴۰۴/۹/۳۰هـ ل نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

کندهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه

له دغې لارې ۷۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې درې زره او ۹۸۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه

۴۳۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې دوه زره  او ۱۷۵ تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته درې میلیونه او ۸۷۰ زره افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه

۷۲۷ کورنیو سره ټولې شپږ میلیونه او ۶۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه

د سپین بولدک په پوله د راستنېدونکو کډوالو  لپاره لاندې خدمات ترسره شوي دي:

خواړه: اته زره او ۴۳۹ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.

مخابرات: ۴۸۵ عدده سیمکارتونه له فعالو بستو سره وېشل شوي دي.

ننګرهار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه

له دغې لارې ۳۲۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۶۸۶ تنه و، هېواد ته راستنې او بایومیټریک شوې دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه

۲۹۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۵۷۴ تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته یو میلیونه، ۸۷ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه

۳۰۳ کورنیو سره ټولې دوه میلیونه او ۵۱۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه

مخابرات: ۳۵۶ عدده سیمکارتونه له فعالو بستو سره وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه

له دغې لارې ۶۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۵۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي، او همدارنګه یو زر او ۲۴۰ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه

۶ کورنیو سره ټولې۴۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه

روغتیا: ۷۴۴ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.

مخابرات: ۶۴ عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

هرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه

له دغې لارې ۳۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه

۳۶ کورنیو سره ټولې۲۷۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه

له کابل څخه یو زر او ۳۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې شپږ زره او ۹۲۹ تنه و، کندوز، بغلان، بلخ، پکتیا، پکتیکا، سرپل، جوزجان، فاریاب، پروان، سمنګان، کاپیسا، ننګرهار، تخار، غزني، بدخشان او خوست ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته څلور میلیونه،۱۵۵ زره او۶۰۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.

د معلوماتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د بېلابېلو پولو له لارې راستنېدونکو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې، د هېواد وضعیت، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه عمومي پوهاوی ورکړل شوی دی.

ټولیز ارقام

ثبت شوي کډوال: ۸۵۴ کورنۍ او ۴۲۶۸ تنه

لېږدول شوي کډوال: یو زر او ۷۵۸ کورنۍ او ۱۲ زره او ۴۸۴ تنه

مرسته شوي کډوال: یو زر او ۷۲ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: ۹۰۵ عدده