د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزير ملا خيرالله خيرخواه په کابل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت لخوا د آنلاين سوداګرۍ (فريلانسينګ) تخصصي مرکز د پرانيستغونډې پر مهال ویلي، د ټولنې ځوان قشر باید د هېواد په ابادۍ او ښیرازۍ کې فعاله ونډه واخلي.
ملا خيرالله خيرخواه زیاته کړې؛ ځوانان د ټولنې نه ستړي کېدونکی قشر دی، دوی بايد تل د هېواد د ابادۍ او جوړولو فکر وکړي او د هېواد د ابادۍ لپاره نه ستړي کېدونکې هڅې وکړي.
سرپرست وزیر ویلي؛ اسلامي امارت ژمن دی چې د ځوانانو لپاره د کار زمینه برابره کړي، تاسو هم هڅه وکړئ چې له دې فرصت څخه اعظمي استفاده وکړئ.
د نوموړي په وینا، ځوانانو اشغال مات کړی، هېواد ته یې ازادي ګټلې، اوس بايد په تعليمي ډګر کې همغه ډول کوښښ وکړي، ترڅو په دغه ډګر کې هم بریاوې ولرو.

