ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

روسیه د اوکراین څخه د نورو سیمو خپلولو اراده لري

د روسیې پخواني ولسمشر او د دې هېواد د ملي امنیت شورا اوسنی مرستیال دیمیتري مدودف له اوکراین څخه د څلورو نیول شویو سیمو د نیولو کالیزې په مناسب جوړه شوې غونډه کې څرګنده کړې، چې مسکو ښايي د اوکراین نورې سیمې هم د روسیې د خاورې سره یوځای کړي.

مدودف دا څرګندونې پداسې حال کې کړي، چې کرملین یو کال وړاندې د اوکراین د څلورو سیمو د خپلیدو خبر ورکړی وو.

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین په اوکراین کې د څلورو سیمو خارسون، زپروژیا، دونتسک او لوګانسک د نیولو او د روسیې له فدراسیون سره د یوځای کېدو د لومړۍ کالیزې له امله د روسیې خلکو ته مبارکي ورکړې او ټینګار یې کړی، چې د هېواد د نورو سیمو د اوسېدونکو په شان به د دغو سیمو اوسېدونکو ته هم د پام وړ خدمات وړاندې کړي.

روسیې د امنیت شورا مرستیال ویلي، ځانګړي پوځي عملیات به په کیف کې د نازي رژیم تر بشپړ له منځه وړلو پورې دوام وکړي.
نوموړي زیاته کړې، بريا به زموږ وي او په روسيه کې به نورې نوې سيمې هم رامنځته شي.
روسیه د “نویو سیمو” اصطلاح د اوکراین د دونیتسک، لوهانسک، ژاپوریژیا او خرسون سیمو ته کاروي، چې مسکو یې د سپتمبر په میاشت کې د خپلې خاورې سره د یوځای کیدو ادعا کړې وه.
روسیه په داسې حال کې د اوکراین پر وړاندې روانه جګړه کې ځان بریالی ښيي، چې تازه د امریکا کانګرس د دغه هېواد د بودیجې په لنډ مهالي تمدید کې اوکراین سره مرستې نه دي شاملې کړي.