د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د هند د درملو صادراتو د پراختیا شورا له غړو سره په لیدنه کې د درملو واردولو او د دواړو هېوادونو د درملو سوداګرۍ بهیر کې د شته ستونزو د حل په اړه خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې هندي لوري د ګډې پانګونې او په افغانستان کې د درملو تولیدي کارخونو جوړولو په برخه کې چمتووالی څرګند کړی.
ورته مهال د صنعت او سوداګرۍ وزیر د هند د درملو له معتبرو شرکتونو د اسلامي امارت د هر اړخیز ملاتړ ډاډ څرګند کړی.

