د کندوز سپین زر دولتي شرکت له لوري اروپایي هېوادونو ته د وچو رومیانو ۱۵۰ ټنه لومړۍ محموله صادر شوې.
په دې اړه په جوړو سوو مراسمو کي د دولتي شرکتونو عمومي رییس مولوي عبدالحميد اخوند زاده، د سپین زر دولتي شرکت رییس عبدالحفیظ فریاد او نورو لوړ پوړو مسولینو ګډون کړی وو.
د دولتي شرکتونو عمومي رییس ویلي؛ دا د اسلامي امارت لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ده، چې د هېواد سبزیجات او ترکاري اروپایي هېوادونو ته استوي.
مولوي عبدالحميد اخوند زاده زیاته کړې؛ اسلامي امارت به دغه زار د واخان له لارې هېواد له اروپا او اسیا سره ونښلوي، چې په دې سره به هره ورځ د پرمختګونو شاهدان یو.
د یاد شرکت مسولینو دغه صادرات د هېواد د پرمختګ او ځان بسیاینې لپاره مهم ګام بللی او د ورته نورو تولیداتو ډاډ یې څرګند کړی.
سپین زر دولتي شرکت له تېرو ۲۱ کلونو راهیسي غیر فعال وو، چې د اسلامي امارت په راتګ سره یې بیا په فعالیت پیل کړی او اوس مهال پکې پنبه، د پنبې غوړي، کونجاړه او کاغذي دستمالونه جوړ او پروسس کېږي.

