ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۶/۱هـ ق نېټه چې د ۱۴۰۴/۹/۱ هـ ل نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

هلمند

بهرامچه ډیورنډ فرضي کرښه

دا راپور د تېرو شپږ ورځو د فعالیتونو دی.

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه

د بهرامچې له لارې ۸۶۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې پینځه زره او ۷۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه

۶۶۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې څلور زره او ۱۴۲ تنه و، لښکرګاه او ګرمسیر ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او شپږ میلیونه او ۷۴۸ زره افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه

۶۳۹ کورنیو سره ټولې۱۲ میلیونه او ۲۵۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کندهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه

له دغې لارې ۹۸۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې پینځه زره او ۵۳۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه

۵۲۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې درې زره او ۱۲۰ تنه و، کندهار، هرات، زابل، اروزګان، غزني، هلمند، فراه او کابل ته لېږدول شوې دي او څلور میلیونه او ۴۱۰ زره  افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه

۸۱۷ کورنیو سره شپږ میلیونه او ۸۰۲ زره   افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه

خواړه: ۱۳۰۴۸ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.

مخابرات: ۸۳۳ عدده سیمکارتونه د فعالو بستو سره ویشل شوي دي.

ننګرهار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه

۲۲۵ کورنۍ چې یو زر او ۱۳۵ تنه غړي یې ول، هېواد ته راستنې او بایومیټریک شوې دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه

۲۶۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۴۳۱ تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته لېږدول شوې دي او ۹۱۳ زره  او۳۰۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه

۲۹۱ کورنیو سره دوه میلیونه او ۳۸۴ زره   افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه

مخابرات: ۲۱۱ عدده سیمکارتونه د رایګانو بستو سره وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه

۱۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي، او یو زر او ۹۶ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه

روغتیا: ۵۵۴ تنه تداوي شوي دي.

مخابرات: ۱۶ عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه

۱۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۴ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه

۱۳ کورنیو سره ۸۴ زره   افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه

له کابل څخه ۸۴۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۵۵۳ تنه و، بغلان، کندوز، بلخ، پکتیا، جوزجان، سرپل، فاریاب او تخار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او درې میلیونه،۶۳۹ زره  او۲۳۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمیټه:

له بېلابېلو لارو راستنېدونکو کډوالو  ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې، د هېواد وضعیت، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر، زغم، ښوونې او روزنې په اړه اړین عامه پوهاوی او معلومات ورکړل شوي دي.

ټولیز ارقام

ثبت شوي کډوال: دوه زره او ۱۰۲ کورنۍ او ۱۱ زره  او ۸۵۵ تنه

لېږدول شوي کډوال: دوه زره او ۲۸۷ کورنۍ او ۱۳ زره  او ۲۴۶ تنه

مرسته شوي کډوال: یو زر او ۷۶۰ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: یو زره او ۶۰ عدده