د ترکمنستان سرقونسل د هرات له والي شیخ مولانا اسلامجار سره په لیدنه کې د سوداګریزو همکاریو او د دوه اړخیزو ټرانزیټي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړي.
د هرات ولایت مقام رسنیز دفتر د ترکمنستان د سرقنسل له قوله لیکلي، چې د سیمې بازارونو ته د افغانستان د تازه او وچو مېوو د صادرېدو او د سمېنټو او درملو وارداتو لپاره هڅې کوي.
دغه راز دې لیدنه کې د هرات والي، له ترکمنستان سره د سوداګریزې راکړې ورکړې ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې اسلامي امارت له ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

