د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۴ کال په لړم میاشت کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۲ زره او ۷۶۸ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی دی.
ثبت شوي ارقام ښیي، چې په یاده موده کې د ۶۲ښځینهوو په ګډون یو زره او ۴۲۶ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۲۴ښځینهوو په ګډون، یو زره او ۳۴۲ تنه نور له هېواده وتلي دي.
بل خوا، د ثبت شويو ارقامو له مخې ښکاري، چې یو زره او ۴۰۷ کسان د ځمکنیو بندرونو او ۱۹ تنه نور د هوايي ډګرونو له لارې هېواد ته راغلي، چې له ډلې یې ۱۶۴ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور يې د کار په موخه راغلي دي.
د دې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، تر ټولو ډېر یو زر او ۵۲ تنه بهرني وګړي د نیمروز بندر او ورپسې ۲۸۸ تنه د هرات ولایت د ځمکنیو بندرونو، ۵۵ تنه د فاریاب اقینې بندر او ۳۱ تنه نور د حیرتان بندر او بلخ هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي دي.

