د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د “حیواني روغتیا” نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه مسکو ته سفر کړی.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې ښاغلی عمري به په یاد کنفرانس کې د حیواني ناروغیو د مخنیوي او کنټرول، د تخنیکي وړتیا لوړولو او له ګډونکوونکو هېوادونو سره د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.

