ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل د اېکو سازمان د سوداګرۍ وزیرانو د راتلونکې ناستې کوربتوب ته چمتو دی

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ترکیې په استانبول ښار کې د اقتصادي همکاریو سازمان (اېکو) د سوداګرۍ وزیرانو په پینځمه ناسته کې ګډ‌ون او وینا وکړه.

صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په دې ناسته کې ښاغلي عزیزي په سیمه‌ییز کچه د ترانزیټي څلور لارې په توګه د افغانستان رول او جغرافیایي موقعیت تشریح کړ او په سوداګریزو او ترانزیټي پروژو کې یې د افغانستان د لا فعالې همکارۍ د چمتووالي ډاډ ورکړ.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر د اېکو سازمان د سوداګرۍ وزیرانو د راتلونکې ناستې کوربتوب لپاره د بشپړ چمتووالي ډاډ په ښودلو سره د اېکو سازمان غړو ته بلنه ورکړه، چې د دې سازمان د سوداګرۍ وزیرانو راتلونکې ناسته په کابل کې ترسره کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، دې ناسته کې افغانستان په هېواد کې د سوداګرۍ د پراختیا، د ترانزیټ د اسانتیا او د بهرنۍ پانګونې د جذب لپاره د دې سازمان د غړو هېوادونو بشپړ ملاتړ ترلاسه کړ.