ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له پاکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ بندیدل؛ د پاکستان سوداګرۍ ته ۴.۵ میلیارد ډالر زیان اوښتی

د پاکستان «ډان» ورځپاڼې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې د مسولینو له قوله راپور ورکړی چې له افغانستان سره د دې هېواد د سوداګریزو لارو د تړل کېدو را پدیخوا تراوسه د پاکستان سوداګرۍ ته ۴.۵ میلیارده ډالر زیان اوښتی دی.

د دې خونې مسولینو خبرداری ورکړی، د دې وضعیت دوام به د پاکستان موسمي صادراتو له دې ډلې کینو او کچالانو ته هم ۲۰۰ میلیونه ډالر زیان ورسوي.

راپور کې دغه راز راغلي چې له افغانستان څخه د ډبرو سکرو د وارداتو بندیز سره د پاکستان د صنایعو د تولید لګښتونه هم لوړ شوي دي.