د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې، د اسراییل امنیتي کابینې په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د ۱۹ نویو یهود مېشتو ښارګوټو د جوړولو طرحه تصویب کړې؛ هغه ګام چې د خپلواک فلسطین شتون ګواښي.
د صهیونیستي رژیم د مالیې وزیر بزالل اسموتریچ ویلي چې دغه ګام د یوه خپلواک فلسطیني هېواد د جوړېدو د مخنیوي په موخه اخیستل شوی دی.
د یادونې وړ ده چې په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د اسرئیلي ښارګوټو جوړول د نړیوالو قوانینو له مخې غیرې قانوني ګڼل کېږي.
ورتهمهال، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو هم د اسراییلي رژیم دغه ګام غندلی او دا یې د نړیوالو قوانینو څرګند نقض بللی دی.
بل لوري، د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي چې د اسراییلي رژیم له لوري په پرلپسې توګه د ښارګوټو جوړول ځمکې ته د فلسطینیانو لاسرسی محدودوي او د یو خپلواک فلسطیني دولت شتون ګواښي.

