پاکستان روان فصل کې د لېږد را لېږد قېمتونو لوړوالي، د اغیزناک دولتي ملاتړ نه شتون، د سوداګریزو په ځانګړي ډول له افغانستان سره د لارو تړل کېدلو له امله د مالټو او کېنو د صادراتو له شدید کمښت سره مخ دی.
د پاکستان «ډان» ورځپاڼې د راپور له مخې د بیو ټیټوالی، د تولیدونکو د زیان او د میلیونونه ټنو مېوو د خرابېدو سبب شوی او صادرات له نیم څخه هم کم شوي.
د راپور پر اساس، سږ کال به پاکستان وکولی شي له ۴۰۰ تر ۴۵۰ زره ټنه کینو صادر کړي، چې یاده اندازه له اصلي ظرفیت څخه په مراتبو کمه ده.
شنونکو په پاکستان کې خبرداری ورکړی چې له افغانستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدل د صادراتو لړۍ په ټپه درولې او د بسته بندۍ لسګونه کارخونې تعطیل شوي.
د هغوی په وینا، د یاد وضعیت دوام به سلګونه زره کاریګر د بېکارۍ له خطر سره مخ کړي.

