د پوهنې وزارت ویاند قاري منصور احمد حمزه وایي، چې پکتیکا ولایت کې د ډيورنډ فرضي کرښې ته څيرمه پرتو ولسوالیو کې د ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۹ ښوونځیو او یوې مدرسې لپاره د نویو ودانیو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
نوموړي زیاته کړې، چې د پرانیستې په مراسمو کې د پکتیکا والي، امنیتي او ملکي مسولينو، علمای کرامو او د امارتي ادارو استازو ګډون درلود.
د ښاغلي حمزه په وینا، یادو پروژو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی له لوري ۸۰ میلیونه افغانۍ بودیجه منظوره شوې وه.
د پکتیکا والي په خپلو خبرو کې وویل، د دغو ودانیو پرانیستنه به د زدهکړو د ودې او د پوهنې کیفیت په ښه والي کې مهم رول ولوبوي.
همدا راز د یاد ولایت د پوهنې رییس ویلي، چې د دې ودانیو په بشپړېدو سره زرګونه زدهکوونکي له مناسب تعلیمي چاپېریال څخه برخمن شول.
د یادونې وړ ده، چې هره ودانۍ اته درسي ټولګي، احاطوي دېوال، د پاکو اوبو سیستم او اړینې اسانيتاوې لري.

