د افغانستان اسلامي امارت د کابینې لسمه غونډه د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ ترسره شوه.
یاده غونډه کې د هېواد په مهمو اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري مسایلو خبرې او ځینې پرېکړې ونیول شوې.
همداراز غونډه کې هېواد ته د راتلونکو بې کیفیته تېلو د مخنیوي اړوند د ټاکلي هیت وړاندیزونه وارزول شول او یو لړ پرېکړې وشوې، ترڅو په سمه توګه یې مخنیوی وشي.
دغهراز دې غونډه کې راتلونکو کډوالو ته د اړینو اسانتیاوو په برابرولو هم خبرې شوي دي.

