ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان د اقتصادي پرمختیا په ملي کنفرانس کې پر اقتصادي ځان بسیاینې ټینګار

په پکتیا پوهنتون کې د افغانستان د اقتصادي پرمختیا کنفرانس د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو د ویناوو ډیره برخه د افغانستان په اقتصادي ځان بسیاینې وې.

د دغه کنفرانس لومړۍ ورځ تر ډیره ویناوو ته ځانګړې شوې وه، چې د لوړو زده کړو، کانونو او پترولیم، د کورنیو چارو، اقتصاد او کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیرانو پکې ویناوې وکړې.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ ندا محمد ندیم یاد ملي کنفرانس کې ویلي؛ ژمن دي چې د علمي کنفرانسونو لپاره په ټولو پوهنتونونو کې وخت په وخت علمي کنفرانسونه داير کړي او غواړي چې مجربو او مسلکي استادانو ته اسباب برابر کړي، تر څو د هېواد په اقتصادي پياوړتيا کې رغنده ګامونه واخلي.

د لوړو زده کړو علمي مرستیال دوکتور لطف الله خیرخواه ویلي؛ اوس د دې وخت رارسېدلی، چې پوهنتونونه د هېواد په ملي موضوعاتو کې خپل ارزښمند رول ولوبوي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني دې کنفرانس کې ویلي، څه ډول چې اسلامي امارت د ازادۍ اخېستلو کې قربانۍ ورکړې، اوس د هېواد په ابادۍ کې قربانۍ ته چمتو دی.

د وطن پۀ ابادۍ کې تر ټولو اړين امنيت دی، چې اسلامي امارت دغه ستره لاسته راوړنه له ځان سره لري.

د کانونو او پترولیم سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور ویلي؛ د دې لپاره چې سياسي، اقتصادي، ټولنيز پرمختګونه ولرو، باید چې خپل نوی نسل په بېلابېلو علومو سمبال کړو.

د نوموړي په وینا افغانستان په تېرو دوه کالونو کې ډیر پرمختګ کړی، په مختلفو پروژو کار روان دی، دغه هېواد بې شمېره کانونه او معدنونه لري نړیوال تجاران دې د استخراج په برخه کار وکړي.

د پکتیا پوهنتون استاد دوکتور عبدالوهاب حکمت ویلي؛ “دغه کنفرانس چې پکتیا پوهنتون يې کوربه توب کوي، موخه یې د افغانستان د اقتصاد پر وړاندې د شته ستونزو، ننګونو پیژندل او د هېواد د اقتصاد پرمختیا له پاره سپارښتنې او حل لارو پیدا کول، همدارنګه له طبعي منابعو او د هغوی څخه د پایداره استفادې په برخه کې د لومړیتوبونو په نښه کول او په ټوله کې د هېواد اقتصادي پرمختګ ته یوه روښانه لار په ګوته کول بلل شوې.”

د پکتیا پوهنتون مسولینو ویلي، له دغه کنفرانس جوړیدو څخه يې موخه د افغانستان اقتصادي پرمختیا، په اقتصادي پیاوړتیا کې د خصوصي سکتور ونډه، په ملي اقتصاد کې د کرنې، بریښنا او اوبو رول او په اقتصاد يې اغیزې دي.

د اقتصادي پرمختیا ملي کنفرانس ارزښت په اړه د پکتیا پوهنتون مسولینو زیاته کړې، چې دغه ملي کنفرانس په ټولنه کې د اکاډمیکو مرکزونو د څېړلو ارزښت په ګوته کوي او د هېواد پرمختګ او بهبود له پاره د نویو تر سره شویو څیړنو په رڼا کې د پالیسیو جوړونکو او ښکیلو اړخونو سره معلومات او اطلاعات شریکوي تر څو د افغانستان اقتصادي فرصتونو او ننګونې را برسیره او حل لارې وموندل شي.

د پکتیا پوهنتون د مسولینو په وینا دغه کنفرانس ته له بېلابېلو ولایتونو څخه تر ۱۲۰ پورې مقالې ورلیږل شوي، چې له جملې څخه يې د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه ټاکل شوې ۵۶ څېړنیزې او علمي مقالې به پکې وړاندې شي.

یاد کنفرانس به دوه ورځې نوره هم دوام ولري.