د نړیوال جام سیالیو په دوام تېره ورځ د کرېکټ د نړۍ دوه ستر حریفان هندوستان او پاکستان د لوبې ډګر ته ښکته شوي وو.
هند د لوبې پچه وګټله او سیالې لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. پاکستان د ټولو لوبغاړو په سوزېدو سره په ۴۲.۵ اورونو کې د بابر اعظم ۵۰ او محمد رضوان ۴۹ منډو پر مټ یې ټولې ۱۹۱ منډې جوړې کړې او هند ته یې ۱۹۲ منډې هدف وټاکه. په دې پاڼۍ کې هندوستان لپاره پینځه واړه توپاچوونکو ۲ ـ ۲ ویکټې واخیستې.
پر وړاندې یې هندوستان ټاکل شوی هدف د لوبډلمشر روهیت شرما ۸۶ منډو او شاریاس آیر ۵۳ منډو پر مټ په ۳۳.۳ اورونو کې پوره کړ او تاریخي بریا یې په خپل نوم ثبت کړه.
دغه لوبه د نړۍ تر ټولو ستر د احمد اباد ښار په نریندرا مودي لوبغالي کې وشوه، چې د یو سلو ۳۲ زره نندارچیانو د ځایېدو ظرفیت لري. د دې لوبې له پیل وړاندې یوسلو ۳۲ زره ټېکټونه پلورل شوي وو، خو د نندارچیانو د غوښتنې پر اساس ۱۴۰۰۰ نور د ولوبې په ورځ پلور ته کېښودل شول، چې د ټولو نندارچیانو شمېر یو سلو ۴۴ زرو ته لوړ شو. د دې لوبې د ټیټ ټېکټ بیه ۵۰۰ او د لوړ ټېکټ بیه ۲۴۰۰۰ هندې کلدارې ټاکل شوې وه.
د دې لوبې امنیت ساتلو لپاره ټولټال ۱۱۰۰۰ بېلابېل امنیتي مسولین په دنده ګومارل شوي وو.
روزي خان خپلواک

