ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابل د چهل دختران سیمې لپاره تفصیلي پراختیایي پلان تایید شو

د کابل ښار د منظمې پراختیا او د مسکن د کمښت د ستونزې د هواري په موخه، د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د کابل ښار د شلمې ناحیې اړوند د «چهل دختران» سیمې لپاره تفصیلي پراختیایي پلان تایید کړ.

د یاد وزارت په وینا، دغه تفصیلي پراختیایي پلان د کابل ښاروالۍ له لوري د ښاري معیارونو او تخنیکي اصولو پر بنسټ ترتیب شوی و، چې د تاییدې په موخه د کور او ښار جوړولو وزارت ته وړاندې شو.

سرچینه زیاتوي، پلان د وزارت د مسلکي او تخنیکي ټیم له‌خوا له هر اړخیزې ارزونې وروسته، د اووه اصلاحاتو په راوستلو سره منظور او د تطبیق لپاره کابل ښاروالۍ ته وسپارل شو.

د یاد پلان د تطبیق په پایله کې به شاوخوا ۴۵ زره کورنیو ته د منظمې او معیاري استوګنې زمینه برابره شي، چې دا به په کابل ښار کې د مسکن د کمښت ستونزه تر ډېره بریده راکمه کړي.

دغه پراختیایي پلان د نږدې شپږ زره جریبه ځمکې لپاره ترتیب شوی، چې په عملي کېدو سره به یې د ښاري زېربناوو پراختیا، د سړکونو تنظیم، عامه خدمتونو ته اسانه لاسرسی، د شنو ساحو پراختیا او د ښاریانو د ژوند د کیفیت لوړولو په برخه کې مهم بدلونونه رامنځته شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د متوازنې ښاري پراختیا او د خلکو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې د ورته پراختیایي پلانونو پلي کېدل مهم وبلل او ډاډ یې ورکړ، چې د یاد پلان د تطبیق بهیر به د اړوندو ادارو په همغږۍ په جدي توګه وڅارل شي.