ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اروپايي ټولنه: د امریکا له لوري د تعرفو لوړول د منلو وړ نه دي

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې اروپايي ټولنې له امریکا څخه غوښتي، څو د دواړو لوریو ترمنځ د تېر کال لاسلیک شوي سوداګریز تړون مادو ته ژمن پاتې شي.

دا غوښتنه وروسته له هغې شوې، چې د امریکا سترې محکمې له خوا د ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ دورې ځینې نړیوالې تعرفې لغوه اعلان شوې او د تعرفو په تړاو نوی حقوقي وضعیت رامنځته شو.

د راپور له مخې، اروپايي ټولنه چې د خپلو ۲۷ غړو هېوادونو په استازیتوب د سوداګرۍ تګلارې تنظیموي، ټینګار کړی چې واشنګټن باید د سترې محکمې له حکم وروسته د خپلو راتلونکو اقداماتو په اړه بشپړه روڼتیا وړاندې کړي.

اروپايي چارواکو خبرداری ورکړی، چې هر ډول یو اړخیزه پرېکړه کولای شي د دواړو لورو ترمنځ سوداګریزې اړیکې اغېزمنې کړي.