په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې په مرکز د پاکستان د پوځي رژیم وحشیانه برید د یوشمېر هېوادونو او سازمانونو ترڅنګ د کورنیو پېژندل شویو څېرو له کلک غبرګون سره مخ شوی.
د دوی په خبره دغه ډول بریدونه چې ملکي وګړي په کې په نښه کېږي له نړيوالو او بشري قوانینو ښکاره سرغړونه ده او په هېڅ ډول د توجيه وړ نه دي.
د پاکستان د پوځي رژیم له لوري په کابل کې پر ملکي وکړو د تېرې دوشنبې شپې وحشیانه بریدونه حامد کرزي، ډاکټر عبدالله عبدلله او محمدعمر داودزي غندلي دي.
دوی خبرداری ورکړی، چې د دغه ډول بریدونو پایله به د اسلاماباد لپاره ډېره خطرناکه وي او پاکستان دې په خپلو ناسمو تګلارو له سره کتنه وکړي.
محمدعمر داودزي ویلي:«د پاکستان پرلپسې تېری اوس معمول ګرځېدلی او غندنې هم نورې ستړې کوونکې شوې دي نو د پاکستان پر وړاندې باید ژر تر ژره ملي وفاق رامنځته شي»
دغه راز مولوي عبدالسلام ضعیف او رحمت الله نبیل ویلي، چې پاکستان او هېڅ هېواد د ملکیانو په هدف ګرځولو امنیت نه شي ترلاسه کولی.
د دوی په خبره دغه ډول بریدونه د دې ښکارندویي کوي، چې پاکستانی پوځي رژیم مخامخ جګړه نشي کولای اوبېګناه خلک په نښه کوي.
مولوي عبدالسلام ضعیف ویلي: «وحشي دښمن یو ځل بیا په کابل کې دمعتادینو غریبانو د تداوی پر روغتیايي مرکز وحشي بمبار کړی دی، چې د یو شمېر هېوادوالو د شهادت او ژوبلې سبب شوی، داسې کړنې کټ مټ د صهیونستي رژیم په څېر دغزې د مظلومانو پر وړاندې کړنو ته ورته دي؛ پکارده چې په نړیواله کچه وغندل شي»
د اروپايي ټولنې کمېسیون ویلي، د پاکستان د پوځي رژیم لهخوا په کابل کې د روږدو د درملنې پر روغتون برید د نړیوالو بشردوستانه قوانینو ښکاره سرغړونه ده.
یاد کمېسیون د روغتیايي مرکزونو او ناروغانو د ساتنې پر اړتیا ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې دا ډول تاسیسات باید هېڅکله د بریدونو هدف ونه ګرځي.
د اروپايي ټولنې کمېسیون همدا راز د تاوتریخوالي د سمدستي کمېدو، زغم، د اوربند ټینګښت او د خبرو اترو د بیا پیل غوښتنه کړې ده.
ناروې په کابل کې د روږدو د درملنې پر روغتون د پاکستاني پوځي رژیم د برید له امله د اوښتو تلفاتو په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې او ټینګار یې کړی، چې روغتیايي مرکزونه او ناروغان هېڅکله باید د بریدونو هدف ونه ګرځي.
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې له افغانستان او پاکستان څخه د زغم غوښتنه کړې او د نښتو د پای ته رسولو او د امنیتي اندېښنو د حل لپاره یې پر خبرو اترو ټینګار کړی دی.
همدارنګه په ملګرو ملتونو کې د هند استازي د کابل پر یوه روغتون د پاکستاني پوځي رژیم وروستی برید په کلکو ټکو غندلی او هغه یې د نړیوالو اصولو ښکاره نقض بللی دی.
په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي پرواتانني هریش په خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د پاکستاني رژیم له لوري د افغانستان د خاورې نقض د ملګرو ملتونو د منشور ښکاره سرغړونه ده او باید ژر تر ژره ودرول شي.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه برید د روژې مبارکې میاشتې په ترڅ کې ترسره شوی او پاکستاني رژيم کابل کې د درملنې په مرکز کې ملکي وګړي په نښه کړي، چې دا کار د بشري ارزښتونو خلاف عمل بلل کېږي.
دغهراز د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې په یوې اعلامیه کې د پاکستان پوځي رژیم لهخوا کابل کې د روږدو پر ۲۰۰۰ بستریز روغتون برید چې له امله یې سلګونه تنه شهیدان او ټپیان شول، د اسلام له نظره ستره او تباهکوونکي ګناه بللې ده.
په دې اعلامیه کې د پاکستان پوځي رژیم دغه عمل د ټولو نړیوالو قوانینو او اصولو څرګند نقض بلل شوی دی.
اعلامیه کې د پاکستان پوځي رژیم څخه غوښتل شوي، چې دغه ډول کړنو ته د پای ټکی کېږدي او دیني، اخلاقي، انساني او د ګاونډیتوب مسولیتونو ته پام وکړي.
د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې دغه راز ویلي، چمتو دي د کړکېچ کمولو کې فعاله ونډه واخلي، او د شته ادرسونو له لارې د جدي خبرو اترو د بریا لپاره هڅه وکړي.
همدارنګه د افغانستان کرېکټ بورډ او ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو په کابل کې د روږدو کسانو پر روغتون د پاکستاني پوځ برید غندلی او له نړيوالو یې غوښتي چې په دې اړه هر اړخيزې څېړنې وکړي.
د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي؛ هغه کسان چې د اختر خوښیو ته په تمه وو، کورنۍ یې د ویر په ټغر کېناستې؛ دوی هیله لرله چې نور به یو سالم او عادي ژوند پیل کړي، خو د بشریت او انسانیت دښمنانو یې ټولې هیلې یې له منځه یوړې.
یادې ادارې زیاته کړې، چې له شک پرته د پاکستان پوځي رژیم د روژې مبارکې میاشتې د قدر په شپې یو ستر جنایت ترسره کړی دی او د سلګونو کسانو ژوند یې اخیستی دی چې نړۍ باید پرې غلې پاتې نه شي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان د پاکستان د پوځي رژیم له لوري پر کابل پر وروستیو هوايي بریدونو ژوره خواشیني څرګنده کړې او دا بریدونه یې په کلکو ټکو غندلي دي.
نوموړي ویلي، په دغو بریدونو کې د سلګونو ملکي وګړو شهید کېدل او ټپي کېدل یو دردناک او د اندېښنې وړ عمل دی.
د هغه په وینا، د ملکي کورونو، تعلیمي بنسټونو او روغتیايي مرکزونو په نښه کول، که قصدي وي او که د تېروتنې له امله، ستر جنګي جنایت بلل کېږي.
راشد خان زیاته کړې، د بې ګناه انسانانو قیمتي ژوند ته نه درناوی، په ځانګړې توګه د روژې مبارکه میاشت کې، زړه بوږنووکی عمل دی. دا ډول جنایت نفاق او کرکې ته لمن وهي.
راشد خان همداراز له ملګرو ملتونو او نورو بشري حقونو ادارو غوښتي، چې د دې پېښې هر اړخیزه څېړنه وکړي او عاملین یې حساب ته راکش کړي.
هغه ټینګار کړی چې په دې سختو شرایطو کې د خپل ملت تر څنګ ولاړ دی او د دې غم ځان شریک بولي.
همدارنګه د کرېکټ ملي لوبډلې یو بل لوبغاړي محمد نبي عیسیخیل د پاکستان پوځي رژیم له لوري کابل کې د روږدو پر روغتون تر سره شوي برید له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې دغې پېښې د امید څراغونه مړه کړل.
نوموړي ویلي، هغه ځوانان چې کورنیو یې د درملنې او نوي ژوند په هیله روغتون ته سپارلي وو، د بمبار تر سیوري لاندې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د ښاغلي عیسیخیل په وینا، د قربانیانو میندې او خپلوان د روغتون دروازو ته راټول شوي وو او د خپلو عزیزانو د برخلیک په اړه د یو خبر په تمه ولاړ وو.
محمد نبي زیاته کړې، دا هغه کسان وو چې کورنیو یې غوښتل بېرته عادي ژوند ته راستانه شي، خو د روژې په اته ویشتمه شپه یې ژوند د پاکستان پوځي رژیم په بمبار کې پای ته ورسېد.
نوموړي دا پېښه دردناکه بللې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي شریکه کړې ده.
دغهراز د کرېکټ ملي لوبډلی لوبغاړی نوینالحق ویلي دي، چې د پاکستان پوځي رژیم او اسرائیلو ترمنځ د کوم څرګند توپیر موندل ډېر ستونزمن دي.
ورته مهال ابراهیم ځدراڼ کابل کې د روږدو کسانو په یوه روغتون د پاکستان پوځي رژیم د تر سره شوي برید په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې هغه کسان چې د درملنې لپاره روغتون ته تللي وو او غوښتل یې چې صحتمند شي او هغه ورونه چې نیت یې درلود سبا روژه ونیسي، اوس یا له موږ سره نه شته او یا ټپیان شوي دي.
ابراهیم ځدراڼ دغه کسان بېوسه او ملکي وګړي بللي او ویلي یې دي چې دا برید د نړیوالو اصولو خلاف عمل دی.
نوموړي همداراز د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې ټول باید دا ډول بریدونه وغندي.
همدارنګه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي نور احمد لکڼوال د کابل په یوه روغتیايي مرکز د وروستیو هوايي بریدونو په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
نوموړي ویلي، د پاکستاني پوځي رژیم له لوري پر روغتونونو او طبي مرکزونو بریدونه، هغه ځایونه چې خلک د درملنې او خونديتوب لپاره ورځي، د اندېښنې وړ او د نه منلو وړ عمل دی.
نور احمد لکڼوال زیاته کړې، دا ډول کړنې باید په جدي توګه وڅېړل شي او مسوول کسان باید د خپلو اعمالو حساب ورکړي.
دغهراز ښاغلي لکڼوال ټینګار کړی، چې بېګناه انسانان باید هېڅکله د جګړو قرباني نه شي او نړیواله ټولنه او د بشري حقونو ادارې باید په بېړني ډول دغه پېښه وڅېړي او عاملین یې حساب ورکولو ته راوبولي.
ګلبدین نایب ویلي: «موږ له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له اړوندو بنسټونو غواړو چې د دغو پېښو په اړه بې طرفه څېړنه ترسره کړي او د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره عملي ګامونه واخلي».
ورته مهال د چارو شنونکو ویلي، د پاکستاني پوځي رژیم له لوری په عامو وګړو وحشیانه بریدونه د بشر ضد کړنه بولي او له علماوو څخه له پاکستان سره د جهاد د اعلان غوښتنه کوي.
دغه راز یو شمېر هېوادوالو په ملکي وکړو د پاکستاني رژیم بریدونه غندلي او ویلي یې دي، چې پاکستاني پوځي رژیم له افغان امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري نو ځکه ملکي وګړي په نښه کوي.
د پاکستان پوځي رژیم په تېرو ځو ورځو کې د ډېورڼد فرضي کرښې سره پرتو ولایتونو او مرکز کې ملکي وګړي په نښه کړي چې ګڼ مالي او ځاني زیانونه ور اوښتي دي.

