ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د کندهار مرکزي عیدګاه کې د نېکمرغه کوچني اختر د لمانځه امامت وکړ

د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القران والحدیث مولوی هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی د کندهار په مرکزي عیدګاه کې لمونځ کوونکو ته د وینا پرمهال د اختر مبارکي ویلو ترڅنګ د دوی د عبادتونو، روژې، تراویح، د قران پاک ختمونو، فطر صدقو او ټولو عبادتونو د قبولیت دعا وکړه او وې ویل، مسلمانان دې د اختر په عظیمه ورځ مالي او بدني دواړه عبادتونه ادا کړي.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی، ښځو ته د میراث او مهر نه ورکول د بخل او حرص علامه وبلله او وې ویل، له بې وزلو سره مرسته مو په دنیا کې د بخل له بد صفت او په اخرت کې له سخت عذاب څخه خلاصوي.

نوموړي دې ته په اشارې چې احتکار لویه ګناه ده وویل، باتقوا او له الله تعالی څخه وېرېدونکي سوداګر او مالداران د خدای تعالی دوستان دي، احتکار دې نه کوي، ځانونه ترې وساتئ. مال مه ذخیره کوئ، مسلمان ته یې ورکړئ چې دعا درته وکړي. له مسلمانانو او خپلو وروڼو سره مرسته وکړئ چې الله تعالی رحم درباندې وکړي او د الله تعالی په نزد ګټه درته ورسېږي.

 عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل، په ټولو امورو کې په مسلمانو ترحم پکار دی، په دوی سختي مه راولئ، د هر مسلمان په حق کې د رحم او شفقت نظر ولرئ. معاملاتو او صدقاتو کې له خلکو، قریبانو او اولادونو سره احسان کوئ. اولادونو ته ښه روزنه، دین، تعلیم، اسلامي اخلاق او ادب وروښیئ. د خپلو اولادونو او کشرانو ډېره ساتنه وکړئ .

هغه څرګنده کړه، افغانستان په اسلام کې ډېره سابقه لري. زموږ پلرونه او نیکونه ښه خلک تېر شوي. پخوا چې مدرسې نه وې، نو د کلیوالو په مرسته په جوماتونو کې طالبانو درسونه زده کول، د خپلو اسلافو او اکابرو دا طریقه باید رانه پاتې نه شي.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل، انګرېزانو او روسانو چې په افغانستان حمله وکړه. دوی یې پر وړاندې ودرېدل او هغوی یې مات کړل. په دا وروستیو کې امریکایان راغلل هغوی مو هم د دین له برکته مات کړل. نن موږ ازاد یوو، په نظام مو د کافر او هیچا اثر نشته. که مو ناشکري وکړه خدای به مو داسې ذلیل کړي چې د خپلې خبرې واک به نه لرو.

 هغه وویل، موږ د الله تعالی د دین په اساس قوانین او فرمانونه جوړو. د خدای بندګي، دین او شریعت به نه پرېږدو. خدای مو دې په دې امتحانونو کې کامیاب کړي. موږ به رب ته پناه وروړو. د بندګانو له لوري چې امتحانونه او سختۍ راځي، دا مقدرات الله تعالی راته لیکلي دي، په الله تعالی توکل مو ثابت پاتې کوي.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل، زه د مسلمانانو مشر یم، مسلمانان به د الله تعالی لارې ته برابروم او لارښوونه به ورته کوم. په دې کې مو غرض د مسلمانانو اصلاح او د دین احیا ده، په تاسو لازمه ده چې خپل ځانونه د اسلامي امارت په فرمانونو او قوانینو برابر کړئ. د فرمانونو په عملي کولو کې ستاسو اتفاق راځي او د اتفاق او اتحاد له برکته به مو الله تعالی وساتي. د همدغه اتفاق له برکته الله تعالی د غربیانو یرغل مات کړ، نو سره وروڼه شئ.

نوموړي څرګنده کړه، د امارت مسولین د افغانستان بچیان او د همدې خاورې خلک دي، دلته یې روزنه شوې، له دوی سره متحد شئ، ځکه امارت ستاسو خپل حکومت دی. د حکومت خلکو ته هم وایم چې تاسو ته دې د پردیو په سترګه نه ګوري او له تاسو سره دې عدالت او خدمت وکړي. سره متحد شئ.

هغه زیاته کړه، دښمنان د تفرقې کوښښ کوي چې خطا مو نه کړي، د خپلو ځوانانو او خلکو د فکرونو حفاظت وکړئ. په بمبار او توپونو موږ نشي خرابولی، که داسې وای، شورویانو او امریکایانو به له منځه وړي وای.که په دین او اسلام ولاړ واست زه مو ضمانت کوم چې نه مو نظام درخرابولی شي او نه تاسو.

 عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د خپلې لارښودې وینا په پای کې وویل، الله تعالی مو دې په روانو امتحانونو کې کامیاب کړي. د نظام او د امنیت شکر ادا کړئ، له ظلم او احتکار څخه ځان وساتئ. په خپلو کې عدالت او کومک وکړئ. ټولو ته دې اختر مبارک وي. الله تعالی دې د فلسطین د مسلمانانو په ګډون ټول مسلمانان د کفارو له ظلم څخه خلاص کړي. الله تعالی دې مسلمانان او د دوی عزت وساتي.