ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ترکيه کې د اوزبیکستان سر کونسل پر افغانستان د پاکستان بریدونه وغندل

د ترکیې په استانبول ښار کې د اسلامي امارت سر کونسل محمد اکبر عظیمي له خپل اوزبېکستاني سیال، شیرزاد عبدالنظروف سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي، سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې ښاغلي عظیمي د پاکستان پوځي رژیم د جنایت‌کارانه کړنو په ځانګړي ډول د روغتیایي تاسیاستو په نښه کولو په تړاو هر اړخیزه معلومات ورکړل.

ورته مهال، ښاغلي عبدالنظروف د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره د پاکستان پوځي رژیم له لوري پر ملکي ځایونو، په ځانګړې توګه د روږدو پر روغتون برید، د ښه ګاونډیتوب اصولو خلاف او د ژورې خواشینۍ وړ وباله.