ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پاکستان پوځي رژیم د جنایتونو دوام؛ د اختر په لومړۍ ورځ یې نورستان کې دوه ملکي وګړي شهیدان کړل

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وايي، چې د اختر په لومړۍ ورځ د نورستان کامدېش ولسوالۍ د باغچې په سیمه کې د پاکستان فوځي رژیم له لوري پر یو ملکي موټر د هاوان ډزې وشوې، چې له امله یې یوه ډاکټره انزیره (سحر) له خپل ۴ کلن زوی میهن سره یوځای سیند ته وغورځېدل او شهیدان شول.

د شهیدانو جسدونه تېره ورځ د ځايي خلکو او مجاهدینو په هڅو خوندي ځای ته لېږدول شوي دي.

دغه راز د کونړ شلتن ولسوالۍ کې هم د یاد رژیم په ډزو کې سلیمان د توران زوی شدید ټپي شوی دی.