ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیر خان متقي له خلیلزاد، د اماراتو له سفیر او د امریکايي اسیر د کورنۍ له غړي سره لیدنه کړې

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، په کابل کې د متحده عربي اماراتو سفیر سیف الکتبي او په افغانستان کې د امریکايي اسیر ډینس کویل د کورنۍ غړي لي وکتل.

د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د یاد اسیر د مور لخوا یو لیک عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله ته رسېدلی و چې د کوچني اختر په مناسبت یې زوی ته عفوه وشي، د سترې محکمې مقام د نوموړي د بند موده کافي وبلله او د ازادېدو پرېکړه یې وکړه.

مولوي امیر خان متقي زیاته کړې، د هېڅ هېواد وګړی د سیاسي موخو لپاره نه دی نیول شوی بلکې د قوانینو د نقض له امله د قضايي پروسې تر بشپړېدو وروسته ازاد شوی دی.

دغه‌راز د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې دواړه لوري باید خپلو اتباعو ته د معیاري کونسلي خدماتو رسونه یقیني کړي او د افغانستان حکومت په دې اړه پوره چمتووالی لري.

ورته مهال مولوي امیر خان متقي د متحده عربي اماراتو دولت او په ځانګړې توګه د محمد بن زاید آل نهیان څخه د خلاصون د اسانتیاوو چمتو کولو په برخه کې د رغنده رول مننه کړې او متحده عربي امارات یې د افغانستان نږدې دوست هېواد یاد کړی دی.

دغه‌راز ښاغلي زلمي خلیلزاد دغه ګام د ستاینې وړ وباله او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې پر ټولو مسایلو د خبرو دوام مهم یاد کړی او په راتلونکي کي یې د لازیاتو پرمختګونو هیله څرګنده کړه.