د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي له مرستیال اندریکا راتواته سره لیدنه کړې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په دې لیدنه کې ښاغلي راتواته په افغانستان کې د خپلو کړنو او فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او د خپلې دندې د پای ته رسېدو په اړه یې د صنعت او سوداګرۍ وزیر ته معلومات ورکړل.
دغه راز په دې ناسته کې د سوداګریزو او اقتصادي موضوعاتو په اړه هم خبرې اترې شوي دي.

