ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسلامي امارت رییس‌الوزرا د مالیزیا له لومړي وزیر سره په ټلیفون خبرې کړي

 د ریيس الوزراء ملا محمد حسن اخوند د مالیزیا لومړي وزير داتو محمد انور ابراهیم سره د ټلیفون له لارې د سیمه‌ییزو انکشافاتو، په ځانګړي ډول د پاکستان او افغانستان پر وروستي وضعيت خبرې وکړې.

رییس الوزراء وویل، اسلامي امارت د تفاهم او ګډې همکارۍ له لارې د ستونزو پر حل باور لري او په اختر کې یې د قطر، سعودي او ترکیې هېوادونو په منځګړیتوب اوربند کې خپل حسن‌نیت ثابت کړی.

نوموړي زیاته کړې چې تاوتریخوالی د هېڅ لوري په ګټه نه دی او د ستونزو د حل لپاره باید له حکمت او عقلانیت څخه کار واخیستل شي.

د مالیزیا لومړي وزیر هم د سیمې پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړه او هيله يې وښوده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتريخوالي لنډمهاله توقف دوام وکړي او شته ستونزې د تفاهم له لارې حل شي.