د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی په کابل کې د ترکیې سفارت له شارژدافیر سادین اییلدیز سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زیاتوالي، د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا او د سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیاوو پر برابرولو خبرې وکړې.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په دې لیدنه کې د ځمکني ترانسپورټ پر پراختیا، د لاجورد لارې پر فعالولو او سیمهییزو همکاریو هم بحث وشو.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، سادین اییلدیز د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه ته بلنه ورکړه چې د ترکیې د انټالیا ډیپلوماسۍ فورم کې ګډون وکړي.

