د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې د افغانستان او اوزبیکستان د سوداګرۍ شورا لومړۍ ګډه ناسته په تاشکند کې تر سره کړه.
یادې خونې زیاته کړې؛ دغې ناسته کې دواړو لوریو د یادې شورا په کړنلاره هوکړه کړې ده.
د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې دغه ګام د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پراختیا لپاره مهم ګام بللی دی.

