ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

G7  هېوادونو ایران کې پر ملکي وګړو د بریدونو درولو غوښتنه کړې


د اوو سترو صنعتي هېوادونو (G7) د بهرنیو چارو وزیرانو د فرانسې په کوربتوب د خپلې ناستې په دویمه ورځ، په ایران کې پر ملکي وګړو او ملکي بنسټونو د بریدونو د سمدستي درولو غوښتنه کړې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، یادو هېوادونو ټینګار کړی چې ښکېلې خواوې باید پر ملکي وګړو، سیمه‌ییزو شریکانو او حیاتي زیربناوو د جګړې اغېزې تر ممکنه بریده راکمې کړي.

همداراز د دې ډلې غړو د سیمې د کړکېچ د پراخېدو د مخنیوي او د شخړې د بشري پایلو د کمولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.