د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وزیر ملا عبداللطیف منصور میدان وردګ ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له رییس او کارکوونکو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې ملا عبداللطیف منصور د یاد ریاست د کارکوونکو شته ستونزې او غوښتنې له نږدې اوریدلي او ویلي یې دي:« د پراختیا او رغونې په برخو کې خپلو ولسونو ته په اخلاص، صداقت او ایماندارۍ سره خدمت وکړئ او د ریاست دروازې تل د ولسونو لپاره خلاصې وساتئ او د ریاست اړوند غوښتنو ته رسیدنه وکړئ.»
نوموړي زیاته کړې، هېواد او ولسونه زیات کار او خدمت ته اړتیا لري نو باید تل خپلې دندې ته په خپل وخت راشئ او درسپارل شوي کارونه مو د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې ترسره کړئ.

