ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

سپاه پاسداران: په سيمه کې امريکايي پوهنتونونه په نښه کول د ایران مشروع هدف دی

تهران کې د علم او صنعت پر پوهنتون د امریکا او اسرائیلو له برید وروسته سپاه پاسداران اعلان کړی چې ټول صهیونیستي پوهنتونونه او د اسیا په لویدیځ کې د امریکایي پوهنتونونو په نښه کول به د ایران د بریدونو مشروع هدف وي.

د سپاه پاسداران په اعلامیه کې د امریکایي پوهنتونونو کارکوونکو، استادانو او محصلینو ته خبرداری ورکړل شوی چې له یادو پوهنتونونو څخه د یو کیلو مټر په واټن ځانونه لرې کړي.

سپاه پاسداران امریکا ته تر سبا (دوشنبې، د وري ۱۰ مې) د غرمې تر ۱۲:۰۰ بجو پورې مهلت ورکړی، چې پر ایراني پوهنتونونو بریدونه وغندي؛ کنه له غچ اخیستونکي ځواب سره به مخ شي.