ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

محمد باقر قالیباف: دښمن په ښکاره د خبرو هڅې کوي، خو په پټه د ځمکني یرغل پلان جوړوي

یو شمېر ایراني رسنیو، د «ایرنا» په ګډون، د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف پیغام خپور کړی، چې د جګړې د پیل د ۳۰ ورځو د نمانځلو په مناسبت خپور شوی دی.

د ایران د پارلمان مشر په دې پیغام کې ویلي، چې هېواد یې په یوه حساس پړاو کې دی او د بهرنیو ګواښونو پر وړاندې به تسلیم نه شي.

د محمد باقر قالیباف په وینا، چې په تېرو ۳۰ شپو کې واټونه د ایران د خلکو د ټولنیز ځواک څرګندونه وه او دښمن له دې وضعیت څخه اندېښمن دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د سیمې روان کړکېچ او د «روژې جګړه» تر ټولو حساسو مرحلو ته رسېدلې ده.

قالیباف همداراز ويلي، چې امریکا د ایران پر وړاندې د فشارونو ترڅنګ د ځمکنۍ حملې پلانونه هم لري، خو په ښکاره د خبرو اترو پیغامونه استوي.

قالیباف همداراز په دې پیغام کې ویلي: “دوښمن په ښکاره د خبرو اترو اترو پیغامونه استوي، خو په پټه د ځمکني یرغل پلان جوړوي.”

نوموړي زیاته کړې، چې امریکا، د ۱۵ مادو په لیست سره، خپلې غوښتنې وړاندې کوي او هغه څه تعقیبوي چې په جګړه کې یې تر لاسه کړي نه دي.

همدارنګه د ایران پارلمان مشر محمدباقر قالیباف ویلي، دفاعي ځواکونه یې د دوی خاورې ته د امریکایي ځواکونو دننه کېدو ته په تمه دي.

ښاغلي قالیباف ټینګار کړی، تر هغه چې امریکا د ایران د تسلیمېدو هڅه کوي، د دې هېواد دریځ به بدل نه شي او مقاومت به دوام ولري.